د ننګرهار دکانال ریاست د اوبو یوشمېر کانالونه بیارغوي

user-admin
Sun, Jul 17 2022 1:11 PM
د ننګرهار دکانال ریاست د اوبو یوشمېر کانالونه بیارغوي

د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د اوبو د کنټرول او ښه مدیریت په پار ددې ریاست اړوند یوشمېر کانالونه بیارغوي.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ریاست اوړند یو لوی کانال چې د ثمرخېلو د غره په زړه کې تېر شوی او زرګونه جریبه ځمکه خړوبوي بیا رغول کېږي.
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وویل:«له ښه مرغه اوس د ننګرهار کانال رياست پلان لري، چې دا او په عمومي نهر د اوبو فرعي دروازې فعالې او ترمیم کړي ».
د چارواکو په خبره، پدغه لوى نهر باندې ۳۱ زره هکتاره کرنيزه ځمکه اوبه کېږي، ۷۱ کيلو متره اوږدوالى لري او له شاوخوا شپږو ولسواليو څخه تېرېږي .
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکو زیاته کړه: «که چېرې دا کانال په منظم ډول ونه کارول شي په زياته اندازه ځمکه به د اوبو د نشتون او يا کمښت له امله زيان وويني او زموږ ملي اقتصاد ته به ستر زيان واوړي ».
د ننګرهار دکانال ریاست هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت د کانالونو په بیارغولو سره د اوبو مدیریت په سمه توګه ترسره او د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS