پکتیکا: ګیان او برمل ولسوالیو کې نږدې ۱۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې
۲۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه.ش
۱۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ګیان و برمل ولسوالیو له ۱۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د احساس خیریه بنسټ له خوا د غوښې او خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دوی په خبره په دې لړۍ کې د ګیان او برمل ولسوالیو ۱۰۰۰ کورنیو سره د غوښې او ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې چاراکو په ټولو کورنیو او بهرینو خیریه بنسټونو او هغه څوک چې د ګیان او برمل زلزله ځپلو سره مرسته کوي غږ وکړ چې د دواړو ولسوالیو ولسونو سره دي د کورونو، سړکونو، پاکو اوبو او ښوونځیو جوړولو کې مرسته وکړي ترڅو یې بنیادي ستونزي هوارې شي.
د پکتیکا ګیان او برمل سرحدي ولسوالۍ دي، چې څو ورځې مخکې زلزلې ورته زیات ځانې او مالي تلفات واړول.
