عبدالهادي رفیعي، د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

mail-admin
Thu, Jul 18 2019 9:39 PM
عبدالهادی رفیعی

۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸
عبدالهادي رفیعي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی له خوا رسماً دکرنې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو.

په هغه غونډه، کې چې د ښاغلي رفیعي د پېژندنې په موخه دکرنې وزارت د پلان په تالار کې جوړه شوې وه، په کې دکرنې وزیر نصیر احمد دارنی، رییسانو، او د کرنې وزارت یو شمېر سلاکارانو او کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی د دې وزارت د مالي او اداري معینیت پخوانی چارسمبال محمدطاهر ایوب له کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او عبدالهادي رفیعي ګډوالو ته ور وپېژندل.

د کرنې وزیر وویل: «کومې کړنې چې ښاغلي ایوب په تېر یوه کال کې ترسره کړئ دی، د ننه په وزارت او بهر کې د هغو کړنو فزیکي تغییرات وینو، ورته په چارو کې د لابریا غوښتنه کوم.»

د کرنې وزیر همداراز وویل: «ښاغلی رفیعي ته ښه راغلاست وایم، او له تاسو غواړم چې له نوی مرستیال سره همکاري وکړئ او ښه اړیکې ورسره وپالئ.»

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د بشري سرچینو مشر او د مالي او اداري معینیت پخوانی چارسمبال محمد طاهر ایوب وویل: «دغه مقام مسوولیت و نه کوم امتیاز، ستاسو له همکاریو د زړه له کومې مننه کوم، او غواړم لکه څنګه چې له ماسره مو همکاري کوله له نوی مرستیال سره هم همکاري وکړئ،»

وروسته د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو نوی مرستیال خبرې وکړې: «د جلالت ماب ولسمشر او د کرنې وزیر له بارو څخه مننه کوم، چې دا مسوولیت یې ماته راپه غاړه کړه، پوهیږم چې د کرنې وزارت همکاران پوه، متخصص او زړه سواندي دي، ژمنه کوم، چې ټول تعلقات به لري پرېږدم او ښه همکار به ووسم، له متقابل همکارۍ پرته نه شو کولای چې چارې په سمه توګه پرمخ یوسو.

باید وویل، شي، چې ښآغلی رفیعي د هېواد له ځوانو کدرونو څخه دی، چې تر دې وړاندې د تولګټو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال او همداراز د بغلان د ولایت مرستیال به توګه کار کړئ.

 

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS