خوست کې د اوبولګولو ورخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
Tue, Jul 05 2022 10:25 PM
خوست کې د اوبولګولو ورخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو د یوشمېر ورخونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شبي خېلو کلي د ورخونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خوست د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د «ADA» همکارې مؤسسې له خوا د یو شمېر ورخونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شبي خېلو کلي د اوبولګولو د ورخونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه ورخونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي. د دغو ورخونو د رغولو ټولیز لګښت ۴۲۶ زره او ۵۰۱ میلیونه افغانۍ ده، چې د «ADA» مؤسسې له خوا تمویل شوي دي.
یاد ورخونه په ټولیزه توګه ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوی او همدارنګه له دغو ورخونو څخه زرګونه کسان په نېغه او زرګونه نور کسان په نانېغه ډول ګټه پورته کوي.
د دغو ورخونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د ورخونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS