ننګرهار؛ د څارویو د پوستکي پړسوب او کانګو ناروغي په اړه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه

user-admin
Tue, Jul 05 2022 7:59 PM
ننګرهار؛ د څارویو د پوستکي پړسوب او کانګو ناروغي په اړه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د ختیځ زون سیمه ییز دفتر لخوا د دي ولایت د ۲۲ ولسوالیو سیمه ییزو وټرنرانو ته په څارویو کې د ویني بهیدونکې تبې یا کانګو (CCHF) او د پوستکي پړسوب (Lumpy Skin Diseases) ناروغیو په اړه یوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
ددې پروګرام په ترڅ کې د «FAO» د ختيځ زون سیمه ییز دفتر مسؤلینو لخوا د ۲۲ ولسوالیو سیمه ییزو وټرنرانو ته د یادو ناروغیو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل شول. 
دغه راز د ننګرهار د کرنې ادارې په استازیتوب د مالدارې خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي هم د یادو ناروغیو د کنترول او مخنیوي په اړه وټرنرانو ته لازمې سپارښتنې وکړي، او زیاته يي کړه، چې د اختر د قربانۍ پر وخت باید هېوادوال ډېره پاملرنه وکړي او د هغه څارویو د پېر څخه ډډه وکړي، چې په پورته ذکر شوو ناروغیو اخته وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS