پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې

mail-admin
Mon, Jul 04 2022 1:46 PM
پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې


۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي.
په همدې موخه د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمريت د ځنګلونو د قطع مخنيوي کميټې غړو د غلګې لرګيو هډې له لرګي پلورونکو سره د ځنګلونو د قطع مخنيوي په موخه ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې ګډونوالو ته د ځنګلونو د ګټو، اهميت، د ځنګلونو د چارو د تنظيم قانون او د ځنګلونو د قطع مخنيوي طرحې په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ د ځنګلونو د قطع مخنيوي په برخه کې د امير المؤمنين فرمان هم دوی وړاندې شو، په ناسته کې له لرګي پلورونکو وغوښتل شول، چې د لمدو لرګيو او چارتراش لرګیو له پېر او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي.
په دې ناسته کې، لرګي پلورونکو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د لمده لرګيو له پېر او پلور څخه ډډه کوي او د ځنګلونو د قطع مخنيوي په برخه کې به ونډه اخلي.
پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي کمپاین په داسې حال کې پیل شوی دی، چې موده مخکې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په موخه د یوې پلاوی په مشرۍ یوشمېر ولایتونو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د یادو ولایتونو د ځنګلونو له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ له سیمه ییزو چارواکو، د لرګیو سوداګرو، صنعت کارانو او د سیمې له اوسیدونکو سره په کتنه کې د ځنګلونو د وهنې او قاچاق طرحه یې تشریح کړه او د طبیعي ځنګلونو د خوندیتوب په پار خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS