لغمان کې پر ۱۳۵۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي

mail-admin
Sun, Jul 03 2022 2:52 PM
لغمان کې پر ۱۳۵۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي


۱۲ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د «ABBRAR» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د عليشنګ ولسوالی پر یوشمېر بزګرانو د کورنیو باغچو او مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د کورنیو باغچو او مالدارۍ اړونده دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، بزګرانو ته د کارموندنې، او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د کورنیو باغچو په وېشل شویو توکو کې بېلچې، کشک، رمبې، او د یوشمېر سبو تخمونه شمال دي. دغه راز د مالدارۍ په کېټونو کې بوس، کونجاړه او درمل شامل دی.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو توکو له  وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.
سربېره پر دې، چې دغه کورني باغچې د بې وزلو بزګرانو لپاره د عاید ښه سرچینه ده، په کورنیو کې د خوراکي تنوع ښه عامل هم کڼل کېږي.
له دغو توکو او تخمونو څخه برخمن شویو بزګرانو ته په کورنیو باغچو کې د سبو کرکېلي او پالنې په پار روزنې هم ورکړل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS