کابل کې د کانګو تبې مخنیوی او د کنو د کنټرول په پار کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 5:24 PM
کابل کې د کانګو تبې مخنیوی او د کنو د کنټرول په پار کمپاین پیل شو


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دلوی اختر د رارسېدو په درشل کې، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کانګو تبې (CCHF)  پر وړاندې د مبارزې کمپاين پيل شوی دی.
یاده برنامه د کابل ښار به نهو برخو کې، چې کابل ښار ته د ننوتلو څلور دروازې، او د څارویو د پلور (نقاش) پنځه مرکزونه په کې شامل دي، او دغه راز هغه سيمې چې ډېر څاروي او غوجلې په کې دي او په دې ناروغۍ په ککړو کنو د شته څارويو د شتون شونتيا په کې ډېره وي د برنامې تر چتر لاندې نيول کېږي.
ياد کمپاين د لسو ورځو لپاره ده، چې په ترڅ کې يې په کنې ککړو څارويو او غوجلو درمل شېندل کېږي.
دکرنې وزارت د حیواني روغتیا امر ډاکټر ابوالحسین قانع په دې هکله وویل: «د کانګو تبه (CCHF) يو وژونکی میکروبي (ویروسي) ناروغي ده، چې له څارويو انسان ته لېږدي او د انسانانو او څارویو ترمنځ یوه ګډه ناروغي ده».
قانع زیاته کړه: «له ۲۰۱۶ ام کال را په دېخوا هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کانګوتبې پروړاندې د مبارزې کمپایل په لاره اچول کېږي، د لوی اختر په درشل کې هم دا کمپاین پیلېږي».
د کانګو تبه (CCHF) يو وژونکی میکروبي (ویروسي) ناروغي ده، چې له څارويو انسان ته لېږدي. ددې ويروس لوی لېږدوونکي غوا، وري، وزې او نور څاروي دي.
ددې ناروغي ويروس د کنو د چيچلو او يا د ککړو (منتن) څارويو له وينې او غوښې سره د تماس له لارې په مستقيمه توګه انسانانو ته لېږدي.
د کانګو تبې د مخنيوي په پار  مشکوکې غوجلې او څاروي بايد دواپاشي شي، د څارويو غوښې ښه پاخه او د څارويو د حلالولو پر وخت محافظتي جامې واغوستل شي او له څارويو سره تر تماس وروسته لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومينځل شي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کانګو تبي مخنيوي په پار هر کال کمپاينونه په لاره اچوي او پر څارويو ددې ناروغۍ ضد واکسين پلي کوي.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS