ننګرهار وادي کرنيز رياست رييس د هډې فارم څخه لېدنه وکړه
۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰ ه.ش
ننګرهار وادي کرنيزرياست رييس
د هډې فارم امريت اړوند خرما بڼ څخه لېدنه وکړه
د ننګرهار وادي کرنيز رياست رييس مولوي غلام الرحمن نن له غرمې مخکې ننګرهار وادي کرنيز رياست د هډې فارم امريت اړوند خرما بڼ څخه لېدنه وکړه. د خرما ياد بڼ په څلوېښت جريبه ځمکه جوړ شوى، چې تېرکال له ياد بڼ څخه شاوخوا دولس ټنه خرما حاصلات راټول شوي وو. د ياد رياست د چارواکو په وينا، سږکال ديابڼ حاصلات ښه دي او پدغه ساحه کې ۲۰۰ د خرما نرانو ونو کينولو چاري هم پيل شوې دي.
