فراه کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شوه
۱۱ليندۍ ۱۴۰۰
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د "CHA" موسسې په همکارۍ دياد ولايت د پرچمن ولسوالۍ پر زرو تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه د حاصل زیاتوالي او لوږې سره د مبارزې په موخه وېشل شوي دي.
ياد اصلاح شوي غنم هغو بزګرانو ته ورکړل شوي دي، چې د کرونا او نورو طبیعي پېښو له کبله ځپل شوي ؤ.
بايد وويل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.
