دبشری سرچینو ریاست

mail-admin

د بشري سرچینو ریاست د ملکي خدمتونو د کړنلارې او لارښونو پر اساس او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون په همکاری تآسیس  شوی دی او د همدې ادارې په ملاتړ پیاوړی شوی دی، له دې سره سره ددې ادارې د پیاوړتیا په پار یو شمیر کړنې تر سره شوې دي. د بشري سرچینو ریاست ګڼ شمیر دندې په متمرکز ډول ترسره کوي او پاتې نوروې یې په غیرې متمرکز ډول سره  د بشري سرچینو ریاست دولایتي څانګو لخوا مدیریت کیږي. د بشري سرچینو ریاست د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د بشري سرچینو مدیریت څانګې پرانیستي دي او نوموړې څانګې خپل کاري راپور ولایتي کرنې ریاستونو  مشرانو ته ورکوي او همدا راز  هره ورځ  له مرکزي بشري سرچینو ریاست سره  د بشري سرچینو د ورځنیو چارو په برخه کې د لارښوونو اخیسټنو په پار همغږي لري.

د ملکي خدمتونو پر مقرراتو او قوانینو سربیره ټولو ولایتي کارکوونکو ته په ځانګړي ډول، هغه کسانو ته چې د بشري سرچینو په برخه کې کار کوي  روزنه ورکړل شوې ده.

د بشري سرچینو ریاست له ۵ څانګو څخه تشکیل شوی دی.

  • د ادارې پراختیا آمریت

  • دکارکوونکو د ټاکلو آمریت

  • د کارکوونکو د سوانحو د ارزونې او اجرااتو آمریت

  • د وړیتا لوړونې آمریت

  • د مامورینو سره د اړیکو نیولو آمریت

 

د بشري سرچینو ریاست اداري جوړښت،کاري سیمه او د دندو لایحه   د وزارت د اصلاحاتو په دوره  کې د ملکي خدمتونو د کمیسیون په واسطه رامنځ ته شوی دی.  د بشري سرچینو د بیلا بیلو  څانګو کاري پروګرامونه د ملکي خدمتونو د لارښوونې پر اساس جوړ او ترتیب کیږي.

د بشری سرچینو ریاست ښې کړنې ترسره کوي او په مرکز او ولایتي کچه  د ټولو رتبو او معاشونو سیستم  او همدار راز پر نتایجو ولاړ د وړتیا لوړنې  برنامه په ښه ډول پلې کوي او د ستراتیژیکو مخو پر اساس ددې  جوړښت د مساويوالي په لور ګام اخلي.

دا ریاست خپل ټول خالي بستونه د ټاکنې د پروسیجر پر اساس اعلان ته سپاري، تر څو د آزادې سیالی له لارې په کار پوه او وړ کسان په دندو وګمارل شي. همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د لارښوونو پر اساس  د وزارت د ټولو کارکوونکو له لوري د  تر سره شویو  کلنۍ کړنو ارزونه تر سره کوي. نوموړی ریاست ددې وړتیا لري، چې ټاکنې، د کارکوونکو ثبت، تقاعد، د رزونیزو او پراختیايي پالیسو پروسیجرونه  او همدا رزا د ملکي خدمتونو اړوند نور مقرارات، قوانین او لارښوونو پروسیجرونه په برخه کې کړنې ترسره کړي.

 

دبشري سرچینو ریاست موخې:

د یوې سالمې، قانونمندې ادارې او همدا راز د وړ او په کار پوه بشري سرچینو ته د ځواب وینې په برخه کې په ګډه سره د ښوو کړنو ترسره کولو، تر لاس لاندې ادارو ترمنځ د قوانیونو د پلې کولو، مقراراتو، پالیسو او  د ټاکنو په برخه کې د کړنلارو، دکارکوونو د وړتیا لوړونې په برخه کې د روزنې ورکولو، د ترسره شویو کړنو ارزونو،د د وړ او په کار پوه کارکوونکو پر خپله دنده پاتې کیدلو او له کارکونکو سره د ښوو اړیکو لرولو په برخه کې همغږي رامنځته کولو په پار د بشري سرچینو ریاست کړنو ته وده او پراختیا ورکول دي.

 

 د بشري سرچینو ریاست مهمې لاسته راوړنې:

د وړتیا د کاري وړتیا لوړنې په برخه کې  روزنیز پروګرامونه او همدا راز اوږد مهاله او لنډ مهاله بورسونه

ګڼه

روزنیزه برنامه/ بورسونه

شمېر

وخت

  1.  

د ۲۶ ولایتونو  لپاره  د رزونیزو  پروګرامونو اټکلول

3331 کارکوونکي

1395/1396

  1.  

پلان جوړنه، رپوټ لیکنه، له قوانینو څخه خبراوی او د کارکونکو د کړنو څخه  ارزونه کول.

533 کارکوونکي

1396

  1.  

د  لومړنیو زده کړو په برخه کې روزنیز کورسونه

26 کارکوونکي

1396/1397

  1.  

د Promote پروژې د کاري زده کړې لړی

234 کارکوونکي

1396/1397

  1.  

د هندوستان هېواد لسانس( ICCAR )

6 کارکوونکي

2017

  1.  

د هندوستان هیواد ماسټری(ICCAR )

89 کارکوونکي

2017

  1.  

د چاپان هیواد ماستري( PEACE)

4 کارکوونکي

2017

  1.  

د  چاپان هیواد دکتورا( PEAACE )

1 کارکوونکي

2017

  1.  

دهندوستان هیواد لسانس(ICCAR )

9 کارکوونکي

2018

  1.  

د هندوستان هیود ماستري(ICCAR )

108 کارکوونکي

2018

  1.  

د هندوستان هیواد ماستري(ICCAR )  

12 کارکوونکي

2018

  1.  

د قزاقتسان هیواد ماسټري

4 کارکوونکي

2018

  1.  

د چاپان هیواد ماسټری( PEACE)

5 کارکوونکي

2018

  1.  

د کوریا هیواد ماسټري( KOICA )

۸ کارکوونکي

۲۰۱۸

  1.  

د پاکستان هیواد لسانس

1 کارکوونکي

2018

  1.  

د پاکستان هیواد ماسټري

11 کارکوونکي

2018

  1.  

د پاکستان هیواد دکټورا

7 کارکوونکي

2018

  1.  

دوکتورای / سارک

د سارک/ دوکټورا

4 کارکوونکي

2018

  1.  

د چاپان هیواد دکتورا

یو کارکوونکی

2018

 

 

 

د کارکوونکو لخوا  د تر سره شویو کړنو ارزونه او سوانحو برخه

ګڼه

برخه

کاري تفصیل

وخت

1

د سوانحو د ډیټابس برخه

د وزرات مرکزي، ولایتي او همکارو پروژو ۲۲۰۴ تنه کارکوونکو ته  د پیژند کارتونه جوړول او ور ویشل.

کال 1396/1397

2

د کارکوونکو د ترسره شویو  کړنو د ارزونې برخه

په کلنۍ ډول د مرکزي۸۰۲ تنه کارکوونکو او ولایتي۲۶۹۰ تنه کارکوونکو کاري ارزونه تر سره شوې ده

کال 1396

3

د بریښنايي حاضری برخه

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت په ټولو مرکزي ریاستونو کې د بريښنايي حاضری سیستم فعال دی او ټول کارکوونکي د بريښنايي حاضری  په دغه سیستم کې  ثبت او راجستر شوي دي. همدا راز  په دې وروستیو کې ددې وزارت اړوند د کاپل ښآر په مرکزي فارمونو کې ۱۵ پایې د بریښنايي حاضری ماشینونه ایښودل شوي دي.

کال 1396/1397

4

د مرکزي او ولایتي سوانحو برخه

۱۶۲۹ ټوکه، د مرکزي سوانحو دفتر چک، بررسي او لړلیک په بڼه ترتیب شوي دي

1396/1397

 

د مامورینو د اړیکو برخه:

ګڼه

موضوع

شمیر

وخت

  1.  

د آمریت له لارې د ترلاسه شویو شکایتونو بررسي کول

دمرکزي او ولایتي کارکوونکو ۶۹۸ شکایتونه

1396/1397

  1.  

هغه کارکوونکي، چې د درملنې په پار دولتي روغتونو ته ورپيژندل شوي دي

60 تنه کارکوونکي

1396/1397

  1.  

د کارکوونکو د شکایتونو په برخه کې  د معلوماتو ترلاسه کولو په پار استعلامونه او پوښتنلکیونه

120 قطعې

1396/1397

  1.  

تر لاسه شوي اختلافونه  او د بررسیو پایلې

16 پيښې

1396/1397

  1.  

له  پلې  کیدونکې کړنو څخه څارنه

په پرلپسې ډول

 

  1.  

د کارکونکو شکایتونو ته د رسیدو په پار ولایتي سفرونه

6 ولایتي سفرونه

1396

 

 

 

د کارکوونکو د  ټاکنې برخه

ګڼه

موضوع

شمیر

وخت

  1.  

د ملکي خدمتونو د مرکزي او ولایتي کارکوونکو ټاکل

585 کارکوونکي

1396

  1.  

د CBR پروګرام له لارې د کارکوونکو ټاکل

۶۸ کارکوونکي

1396

  1.  

د ملکي خدمتونو د مرکزي او ولایتي کارکوونکو ټاکل

۲۸ کارکوونکي

1396/1397

  1.  

د CBR    پروګرام له لاري د  مرکزي او ولایتي کرنې رئیسانو ټاکل

32 کارکوونکي

1395

 

 

د ادارې پراختیا:

د موجوده کړنلارو، مقرراتو او قوانینو  پر اساس  د وزارت د تشکلاتي جوړښت څخه بیا کتنه  او  همدا راز  د مرکزي او ولایتی اړوندو ریاستونو په همغږی  د هر وزارت د هرې ستراتیژیکې  برنامې  څځه  په ځانګړې توګه د هرو ولایت له برنامو څخه بیا کتنه کول دي.

د مرکزي او ولایتي ریاستونو د لوایحو او دندو تحلیل  او همدا راز اړوندو ریاستونو او ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون په همغږی سره  د هغه لوایحو او  دندو بیا کتنه ده، جې د نويوالي وړ وي.

د بشري سرچینو ریاست لرلید:

د وزارت ستراتیژیکو برنامو ، موجوده کړنو او د  قوانینو، مقراراتو او پالیسیو مطابق د  مرکزي او ولایتي  ریاستونو په تشکیلاتي جوړښت کې لا ښه اصلاحات رامنځ ته کول دي

دغه اصلاحات د  هر ولایت په اداره کې د لاښه اصلاحاتو رامنځته کولو، په ولایتي اومرکزی اداره کې  د پتې بیګاری څخه د مخنیوي ، د افغانستان د سولې  او پراختیا ملي آډنې د سند پر اساس د دندو  سپارل او اداري فساد څخه مخنیوي او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه  د مسلکي او فنی تشکیلاتو درلودل دي.  دملکي خدمتونو بستونو کې د تکړه او په کار پوه کارکوونکو ګمارنه او همدا راز د هیواد په داخل او له هیواد څخه بهر په بیلا بیلو هیوادونو کې  د کارکوونکو د کاري وړتیا په موخه  د لیسانس، ماسټری او دوکټورا په برخه کې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونه برابرول.  همدا راز د آرمی، روغتیا او خوندیتوب، همغږی او  له بشري سرچینو ریاست سره د مرکزي ریاستونو او ولایتو کارکوونکو ترمنځ د ښو اړیکو لرل دي.