دکرنې وزير د مالدارۍ په سکټور کې پر ځان بسياينه ټينکار وکړ

mail-admin
Wed, Nov 24 2021 9:21 AM
۲ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش ۱۷ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير دخپل کار په دفتر کې د مالدارۍ او حيواني روغتيا لوی رياست له چارواکو څخه د ياد رياست فعاليتونه واورېدل او د مالدارۍ سکټور پر ځان بسياينه يې ټينکار وکړ. په دې کتنه کې دکرنې وزير د يادو رياستونو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د مالدارۍ پر پراختيا او ځان بسياينې ته ددې مهمې برخې د رسېدو په پار ځانکړې پلانونه چمتو کړي تر څو مشرتابه پلاوي پرې پرېکړه وکړي. ښاغلی راشد زياته کړه: "موږ پر عملي چارو او د هېواد له کورنيو فعاليتونو څخه د عوايدو پر چمتوکولو ټينګار کوو، د عملي او تلپاتې چارو له لارې کولای شو چې، ځان بسياينې ته ورسېږو، ځکه پخوا پر بهرنيو ملاتړو عادت وه په همدې موخه تر اوسه پرځان بسيا شوې نه يو، ستاسو دنده داده چې له بهرني وابستګي نه د خلاصون په پار کار وکړئ، پلان جوړ کړئ ترڅو د مالدارۍ برخه پراختيا ومومي او ملاتړ ته يې موږ هم ژمن يو". دغه راز په دې ناسته کې د حيواني محصولاتو پر صادرات او وارداتو، د ناروغيو کنټرول، د غوا، وزو، او وريو سوداګريز فارمونو جوړول، په بندرونو کې تدابير نيول، دمالدارۍ په برخه کې د پانګونې په پار د خصوصي سکټور هڅونه، همکاريو ته د لېوالو هېوادونو او مؤسساتو سره اړيکې او په عصري مالدارۍ ددوديزه مالدارۍ د بدلولو په هکله خبرې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS