د افغانستان مسلخونو کې د چينايي شرکتونو د پانګونې لېوالتيا

mail-admin
Tue, Nov 23 2021 3:26 PM
۲ ليندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش ۱۷ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم دخپل کار په دفتر کې د (HZ Trading Company ) چينايي شرکت له چارواکو سره د افغانستان په مسلخونو کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې. په دې کتنه کې د ياد شرکت چارواکو لېوالتيا وښودل، چې دهېواد په مسلخونو کې به پانګونه وکړي او ويې ويل، چې د اسلامي امارت د هوکړې په صورت دوی غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. هغوی وويل، که د کرنې وزارت مسلخونه ددې شرکت په معيارونو برابروي دکرنې وزارت سره د هوکړې په صورت کې ياد مسلخونه په اجاره نيسي او که د دوی په معيارونو برابر نه ؤ دوی په خپله نوې مسلخونه جوړوي. دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال وويل:"اسلامي امارت خصوصي سکټور ته د فرصتونو چمتو کولو او له دوی سره همکاريو ته ژمن دی، هر هغه شرکت چې په اسلامي اصولو برابر څاروي ذبحه کړي، د هوکړې په صورت کې به دکرنې وزارت امکانات د دوی په واک کې ورکړي".

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS