لغمان ولایت ته د کرنې وزیر سفر
۲۹ /لړم/۱۴۰۰ هـ.ق
۱۴/ربیع الثاني/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او د د دې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د مل پلاوي سره لغمان ولایت ته د کرنې د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمن راشد او د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولانا شمس الدین شریعتي د دې سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسوولینو سره وکتل او له یو شمېر کرنیزو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
د لغمان د کرنې رئیس مولوی محمد ولي محسن او د دغه ولایت د ترویج او ځنګلونو امرینو د لغمان د کرنې د عمومي وضعیت او د هغوی د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دوی د کرنې سکتور د عایداتي سرچینو په اړه خبرې وکړې او په دې موخه یې د بېرو، جلغوزیو د ځنګلونو د جوړولو او د سبزیجاتو د کښت په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د عایداتي ځنګلونو د حفاظت او ساتنې په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي زیرمو مرستیال مولوي شمس الدین شریعتي هم د لغمان د خلکو لپاره د نوښتګرو، اقتصادي او ګټورو پروژو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د کرنې له مسوولینو یې وغوښتل چې په دغو مسایلو غور وکړي او داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې افغانستان له بهرني انحصاره خلاص او ولس په ځان بسیا شي.
لغمان کابل ته څېرمه یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان د ترکاریو له عمده تولیدونکو څخه شمېرل کیږي.
