دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د ريشخور له مسلخ څخه ليدنه وکړه

user-admin
Mon, Nov 15 2021 7:58 AM
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د ريشخور له مسلخ څخه ليدنه وکړه


۲۳ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۸ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوی صدراعظم، د کابل په ريشخور کې له جوړه شوې مسلخ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې ياد مسلخ به ډېر ژر خصوصي سکټور ته د پانګونې او ګټې اخيستنې په پار وسپارل شي.
ددې مسلخ رغنيزې چارې څلور کاله مخکې دکرنې وزارت له خوا د کابل ولايت د ريشخور ولسوالۍ  په سرک کاريز سيمه کې په ۲۵جريبه ځمکه کې  پيل شوې وه، چې  په يوه کاري شفت کې د ۱۰۰غواو او ۵۰۰ پسونو د معياري ذبحې او پروسس وړتيا لري.
دکرنې وزارت تخنيکي ټيم د ياد مسلخ  له جوړولو او کاري کيفيت څخه څارنه وکړه. 
ددې مسلخ د جوړولو موخه صحي او باکيفيته غوښه چمتو کول، د سالمو او صحتمندو څارويو ذبح، د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی، د صحي او سالمو حيواني محصولاتو توليد، د ساري ناروغيو د خپرېدو مخنيوی، د ناروغو څارويو د ذبحې مخنيوی، په مناسبه توګه د غوښې ساتل او مشتريانو ته په مناسبه او صحي ډول د غوښو لېږدول دي.
 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS