دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د ريشخور له مسلخ څخه ليدنه وکړه
۱۸ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۳ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوی صدراعظم، د کابل په ريشخور کې له جوړه شوې مسلخ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې ياد مسلخ به ډېرژر خصوصي سکټور ته د ګټې اخيستنې په پار وسپارل شي.
ددې ليدنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستيال دياد مسلخ پر ژرتر ژره فعالېدو د ټينګار ترڅنګ وويل ژرترژره دا مسلخ بايد خصوصي سکټور ته وسپارل شي، تر څو خلک په اسانه توګه صحي او باکيفيته غوښو ته لاس رسی ولري.
دا مسلخ چې دکرنې وزارت له خوا د کابل ولايت د ريشخور ولسوالۍ د ګلباغ په سيمه کې په ۲۵جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده، په يوه کاري شفت کې د ۱۰۰غواو او ۵۰۰ پسونو د معياري ذبحې او پروسس وړتيا لري.
