کونړ کې په دوه زره بزګرانو دغنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېشل لړۍ پيل شو
۱۷ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
دکونړ ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د ياد ولايت پر دوه زره بزګرانو سل ټنه د غنمو اصلاح شوې تخم، سل ټنه يوريا سره او سل ټنه DAP سره وېشي.
په دې لړۍ کې پر هر بزګر د غنمو ۵۰ کيلو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کيلو يوريا سره او ۵۰ کيلو توره سره وېشل کېږي.
يادې مرستې ددې ولايت د کرنې د پراختيا او د کروندګرو د ملاتړ په موخه پر مستحقو هغو وېشل کېږي.
