د افغان معيار د چرګانو دانې توليد او چرګانو روزنې فارم څخه دکرنې وزارت د مشرتابه ليدنه

mail-admin
Wed, Oct 06 2021 12:19 PM
د افغان معيار د چرګانو  دانې توليد او چرګانو روزنې فارم څخه دکرنې وزارت د مشرتابه ليدنه

  ۱۴ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۲۹ صفر ۱۴۴۳ هـ.ش
  د ا.ا.ا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبد الرحمن  راشد، د ياد وزارت مرستيالان مولوی صدر اعظم اومولوی فضل الباري فضلي د افغان معيار د چرګانو  دانې توليد او چرګانو روزنې فارم څخه ليدنه وکړه.
له دې فارم څخه د ليدنې موخه د چرګانو روزنې د شته وضعيت ارزونه او د چرګانو روزنې دکورني سکټور پياوړتيا ده.
د افغان معيار فارم د چارواکو له خوا د ستونزو او ننګونو تر وړاندې کولو وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه په اړوندو برخو کې د هرراز همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د چرګانو روزنې د سکټور ودې په پار جدي هلې ځلې کوي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان معيار د چرګانو  دانې توليد او چرګانو روزنې فارم د هېواد په کچه له سترو او معياري فارمونو څخه ده، چې په يوه وقت کې د ۳۰۰ زره چرګانو د ساتنې او پالنې وړتيا لري.
دغه راز ياد فارم د ورځې ۲۵۰ زره تازه هګۍ توليد او بازارته وړاندې کوي، ياد فارم د اووه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کرنې د پراختيا صندوق " ADF" په مالي ملاتړ د کابل دګل باغ په سيمه کې جوړه شوې ده، چې ۱۲۰ کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS