د نيالګيو توليدوونکو مؤسسو غړو سره دکرنې او مالدارۍ مرستيال غونډه

mail-admin
Tue, Oct 05 2021 10:21 AM
برگزاری جلسه‌ معین زراعت و مالداری با اعضای موسسه تولید‌کننده‌گان نهال

۱۳ تله ۱۴۰۰
د ا.ا.ا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال مولوی صدراعظم، دنيالګيو توليدوونکو مؤسسو (ممقا) رييس او غړو سره دکرنې وزارت په مقر کې کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې له ۲۳ ولايتونو څخه د ممقا موسسې غړې ګډون درلود او د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړل. هغوی دغه راز د دوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د هوارولو غوښتونکي شول.
مولوی صدراعظم وويل: "ستاسو ملاتړ ته ژمن يو. بزګران د ټولنې غريبه طبقه ده،  چې همکاريو ته اړتيا لري. زموږ په اداره کې رشوت، فساد او بې کفایتي نشته. انشاءالله روڼتيا راولو او د ټولنې ټولو پرګنو په ځانګړې ډول بزګرانو لپاره چوپړتياوو وړاندې کولو ته چمتو يو، له تاسو هم غواړو چې معياري او باکيفيته توليدات ولرئ، هڅه وکړئ خپلې چارې پر څېړنو استوار کړئ او اصلاح شوي نيالګي چمتو کړئ. په دې سره د خلکو غوښتنې پوره کېږي او تاسو ته هم ګټه لري."
د ممقا رييس حاجي عبدالستار مبارز، وويل: "د ممقا ادارې ۳۰ټولنې لري او درې کاله کېږي،  چې د نيالګيو د توليد په برخه کې يې افغانستان پر ځان بسيا کړئ دی. ددې موسسې ټولې چارې معياري دي. دکرنې وزارت له نوې مشرتابه څخه غواړو چې د ولايتونو رييسانو ته هم سپارښتنه وکړي،  چې له دې موسسې سره همکاري ولري."
هغه زياته کړه،  چې په تېر کې په ياده برخه کې يوشمېر ستونزې شتون درلود. هغه هيله وښود چې د کرنې وزارت اوسنۍ مشرتابه د ستونزو لرې کولو لکه فساد اي سهل‌انگارۍ ته پاملرنه وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS