د بهرنيو مؤسسو له استازو سره دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه غونډه

mail-admin
Wed, Sep 15 2021 10:42 AM
تدویر جلسه سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با نماینده‌گان مؤسسات خارجی صورت گرفت

۷/صفر المظفر/۱۴۴۳هـ.ق
 ۲۴/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست محترم مولوی  عبدالرحمن راشد او د ياد وزارت مرستيالانو  مولوی فضل ربي فضلي، مولوی صدراعظم او د ا.ا.ا د کرنې کمېسیون غړو او بهرنیو مؤسسو استازو ترمنځ غونډه دائره شوه.
ياده غونډه د عظيم الشان قرآن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت  سره پيل شوه.
په دې غونډه کې د ياد وزارت د پراختيايي پروژو cpmo" Clap ،SNapp2،CBARD ،Eats" او دملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO استازو ګډون درلود. په غونډه کې د کرنې وزارت د پراختيايي پروژو استازو وويل، چې د ياد وزارت ډېری پراختيايي پروژې د نړيوال بانک او اسيايي پراختيايي بانک له خوا تمويليږي، چې دکرنې وزارت سره په بېلابېلو برخو له ډلې د اصلاح شويو تخمونو، درملو د وچو او لمدو مېوو د پروسس ماشینونو، اصلاح شویو نیالګیو اوبزګرانو ته د دوا شېندلو ماشینونو او ټراکټورونو وېش او نورو برخو کې فعالیت درلود.
دوی په دې غونډه کې ژمنه وکړه، چې دکرنې او اوبولګولو په برخه کې به خپلې چارې دتېر په څېر پيل او لانوره هم ورته پاملرنه زياتوي او په يادو برخو کې به دکرنې وزارت سره پوره او هراړخيزې همکارۍ کوي.
دکرنې وزارت چارواکو د پروژو چارواکو ته بشپړ ډاډ ورکړل او ټينکار يې وکړل، چې ژر تر ژره دې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.
د بهرنيو پروژو استازو دکرنې وزارت له هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه او ياده غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.
 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS