د خوړو نړيوال پروګرام"WFP"دکرنې وزارت په همغږۍ ۲۵۰ بېوزله کورنيو سره مرسته کوي

mail-admin
Fri, Sep 17 2021 10:32 AM
سازمان جهانی غذا WFP در هماهنگی وزارت زراعت برای ۲۵۰ فامیل بی‌بضاعت کمک می‌کند

۱۰/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
۲۶/وږی/۱۴۰۰هـ.ش 
د افغانستان ا.ا  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست الحاج مولوی عبدالرحمن راشد نن د خوړو نړيوال پروګرام "WFP" له يوشمېر استازو سره وليدل.
په دې ليدنه کې د "WFP" مؤسسې استازو خپل راتلونکې پروګرامونه د افغانستان ا.ا  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره شريک کړل. دوی په دې ناسته کې ژمنه وکړه،  چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يوشمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بېوزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ به په کې شامل وي اصلاح شوي تخمونه د شېدو اوزې او د هګيو چرګ ووېشي.
ياد استازي د لاډېرو مرستو د ژمنې ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه څخه په دې برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د افغانستان ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په دې ليدنه کې  د خوړو نړيوال پروګرام "WFP"  له استازو څخه دمننې ترڅنګ،  دوی ته په ټولو برخو کې د پوره همکاريو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،  چې موږ دWFP په ګډون ټولو خیریه مؤسسوته د کارکولو د هر راز اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ هغوی ته د پوره امنیت ډاډ ورکوو.
دکرنې وزارت چارسمبال وويل،  چې یادې مرستې باید په شفاف ډول پر مستحقو کورنیو ووېشل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS