د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي په هکله کونړ ته د کرنې وزارت د مرستيال سفر

mail-admin
Sat, Sep 18 2021 10:29 AM
سفر معین وزارت زراعت به کنر به منظور جلوگیری از قطع و قاچاق جنگلات

۱۱/صفر المظفر/۱۴۴۳هـ.ق
۲۷/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوي صدر اعظم او ورسره مل پلاوې د کونړ د ځنګلونو پرېکېدو او قاچاق د مخنيوي په اړه ياد ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کونړ والي حاجي عثمان ترابي، د کونړ ولسوالانو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍرياست رئیس د ولسوالیومديرانو او د کونړ علماء کرامو او مخورو سره غونډې او خبرې اترې وکړې.
دکرنې وزارت مرستيال ددې سفر په لړ کې د ځنګلونو د پرېکېدو او قاچاق د کچې او ډول معلومولو په موخه له مل پلاوې سره هغه ولسوالۍ له نږدې ولیدل، چې د ځنګل د پرېکېدو او د لرګيو د قاچاق خبرونه په کې ډېر وه.
په دې سفر کې پلاوې د موضوع له ارزونې وروسته معلومه کړه، چې د ځنګل پرېکېدل په مطلق ډول بند دي او د پرتو لرګيو د قاچاق يو څه بېلګې وموندل شوې، چې د مخنيوي په موخه يې د ا.ا.ا د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د ا.ا.ا د کونړ الف رياست او قومندانۍ د استازو په ګډون پلاوې وګمارل شول.
ياد پلاوې ته د کار څلور محورونه وټاکل شول چې په کې" د سون لرګيو د وړلو کچه او ډول معلومول او ولس ته اعلانول، 
 د قاچاقچيانو کشف، د نومونو دنوم لړ چمتو کول او اړوندو ادارو ته ور پېژندل،  د قاچاقچيانو د همکارانو، وسايلو او وسايطو کشف او ضبط،  د پرتو لرګيو دقيقه احصائيه او په راتلونکې کې د نویو ونو د وهلو او د زړو لرګیو د قاچاق مخنيوی شامل دي.
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوې د کونړ ولايت له مقام څخه د ځنګل د هر ډول پرېکېدو او د لرګيو د قاچاق د مخنيوي ډاډ ترلاسه او په دې برخه کې د جدي هلوځلو سپارښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS