د کرنې وزارت د مرکزي حلقي مسؤول شیخ عبیدالله حقاني د پنجشېر ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه
١١/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
٢٧/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي حلقي مسؤول شیخ صاحب عبیدالله حقاني د پنجشېر ولایت د کرنې ریاست له مسؤولینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې شیخ عبیدالله حقاني د ریاست مسؤولینو ته لازم هدایات ورکړل او د یاد ریاست کارونه یې له نږدې وڅارل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دمرکزي حلقي مسؤول شیخ عبیدالله حقاني دپنجشېر ولایت کرنې مسؤول ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي او پخواني کارکوونکي دې بېرته خپلو دندو ته را وغـواړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې ولس سره جلسې دایرې او دکرنې په اړه دامارت پالیسي ورته ورسوي.
