دکرنې وزارت مشرتابه افغانستان لپاره د ترکيې ۷۷ ودانيز شرکت مسؤل سره وليدل

mail-admin
Mon, Sep 20 2021 10:25 AM
رهبری وزارت زراعت با مسوول شرکت ساختمانی ۷۷ ترکیه در افغانستان دیدار کرد

۱۳/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
۲۹/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ا.ا.ا  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست محترم مولوی عبدالرحمن راشد او مرستیال محترم مولوی فضل ربي فضلي افغانستان لپاره د ترکيې ۷۷ ودانيز شرکت مسؤل  براق انسال سره وليدل.
په دې ليدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه اړخيزو مرستو ژمنه وشوه. او د ا.ا.ا د کرنی وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل،  چې افغانستان د اقتصاد له نظره له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د بېوزلۍ په ټيټه کچه کې قرار لري. 
هغه وويل:"موږ د ترکیې هېواد څخه غواړو تر څو له افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي او خپلې پروژې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې عملي کړي".
براق انسال په خپلو خبرو کې وویل،  چې موږ د افغانستان سره د هر ډول همکاریو ژمنه کوو، او د افغانستان سره به د ورور هېواد په څېر مرسته او همکارۍ وکړو.
په همدې حال کې د ا.ا.ا د کرنې وزارت مرستیال مولوی  فضل ربي فضلي وویل،  افغانستان د سوداګرۍ له نظره له ستونزو سره مخ دی، یوازینۍ لاره چې پرې اتکا لري هغه کرنه ده.
 ښاغلی فضلي وويل،  چې موږ د ترکیې هېواد څخه غواړو تر څو له موږ سره د کرنې په برخه کې پوره همکاري وکړي. هغه دغه راز د ياد شرکت مسؤل ته د پوره امنيت ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS