لغمان کې د دوو سربندونو او کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې

qiam_amin
Sun, Aug 08 2021 2:40 PM
لغمان کې د دوو سربندونو او کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۷ زمری ۱۴۰۰
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په افغانستان کې د کډوالو د نړیوالې ادارې IOM  او د کډوالو فرعي سندیزې حوزې په همکارۍ په دې ولایت کې د اوبولګولو د دوو سربندونو او کانالونو رغنیزې چارې پیل کړې.
د لغمان دکرنې رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې ددغو سربندونو او کانالونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۷۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې په رغولو سره یې د ګڼ شمېر بزګرانو د کروندو د اوبو ستونزې به هوارې او د اوبو د ضایعاتو مخه به ورسره ونیول شي.
له دغو پروژو څخه سلګونه نارینه او ښځینه کروندګر او مالداران برخمن کېږي، او د یاد ولایت د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لامل کېږي.
دغه راز په ورته وخت کې د لغمان په ولایت کې په افغانستان کې د کډوالو د نړیوالې ادارې IOM  او د کډوالو فرعي سندیزې حوزې په همکارۍ د سبو راټولولو دوه مرکزونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سبو راټولولو یازد مرکزونه د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت روغول شوې ده، چې موخه یې د لغمان ولایت د بزګرانو سبو پېر-پلور ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS