د چشمه ماران په څېړنیز فارم کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
Wed, Jul 17 2019 9:43 AM

۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د چشمه ماران په څېړنیز فارم کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، ددې ولایت یوشمېر چارواکو، محصلینو او بزګران ګډون درلود.
په غونډه کې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي په دې ولایت کې دکرنې وزارت هلې ځلې وستایل او په یاد فارم کې ددغو پروژو پر پلي کېدو غوښي څرګنده کړه. هغه د پکتیا د کرنې ریاست له چارواکو وغوښت، چې ددې فارم په ساتنه کې دې ډېره پاملرنه وکړي او د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې دې ور څخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې په دغو پروژو کې د چشمه ماران د فارم لېول کاري، د سرک جوړول او د یو زر او ۱۳۷ مترو په اوږدوالی د کانالونو جوړو او ددې ترڅنګ یاد فارم ته حیواني سره، سولري سیسټم او روغنیات پېرل شامل دي، چې ټولیز لګښت یې پنځه میلیونه افغانۍ ده.
ښاغلی مومند وویل، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د چشمه ماران په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر کرنیزو توکو چې په کې غنم، هندواڼې، رومي بانجان، مرچ، بادرنګ، بنډۍ، پنبې، لوبیا، شړشم، نخود، سویابین او یوشمېر نور کرنیز توکي شامل دي څېړنې رواني دي.
د پکتیا دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د چشمه ماران په څېړنیز فارم کې د اړیکو دفتر له خوا د جلغوزیو، چهارمغزو، پستې او بادامو قوریې هم جوړې شوي دي، چې به کې نهه زره د چهارمغزو، څلور زره او ۶۴۰ د جلغوزیو، یو زر او ۳۰۰ د پستې او ۹۰۰ د بادامو تخمونه کرل شوي دي.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د چشمه ماران په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS