یوه کال کې د څه باندې زرو لویو او کوچنیو شنوخونو جوړول
۵ زمری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان پربنسټ د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د هېواد په لسو ولایتونو کې یوزر او ۴۳ بابه لوی او کوچنۍ شنې خونې جوړېږي.
ددغو شنوخونو رغنیزې چارې ۷۱ سلنه پرمختللې، چې له دې ډلې د ننګرهار او فراه په ولایتونو کې د ۸۱۸ بابه شنوخونو رغنیزې چارې بشپړ او د ۲۲۵ نورو هغو رغنیزې چارې روانې دي.
یاد شنې خونې له ۶۰ تر ۳۰۱ متر مربع پراخوالی لري.
د عصري ممیزخونو جوړول، د کورنیو د خوړو خوندیتوب، د کال په ټولو موسمونو کې ډول ډول سبو ته د خلکو د لاس رسی، د کورنیو اقتصادي ودې او د سبو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودلو لامل کېږي.
