هلمند کې د کبانو روزنې ترویجي فارم جوړیږي

mail-admin
Sun, Jul 14 2019 4:10 PM

۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې دکبانو روزنې ترویجي فارم جوړیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې یاد فارم په دوه جریبه ځمکه کې جوړیږي. ښاغلی الکو وویل، چې ددې فارم تر جوړېدو وروسته به د دې ولایت د کبانو فارم لرونکي ترې وخت ناوخت لیدنه کوی او د کب روزنې د کارپوهانو له خوا به په بېلابېلو برخو کې دوی ته اړینې سلا مشورې هم ورکول کیږي.
د هلمند دکرنې رییس زیاته کړه، چې دکرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړي کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.
ددې فارم د جوړولو موخه داده، چې هلمندیان د کب روزنې فارمونو جوړولو ته وهڅیږي او له یاد فارم څخه د زده کړې ترڅنګ د کبانو اصلاح شوي نسلونه هم تر لاسه کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS