ارزګان کې د سبو د کرکېلي پراختیا او د ناروغیو د کنټرول په پار هڅې پیل شوي دي

content_admin
Tue, Jun 22 2021 10:23 AM
ارزګان کې د سبو د کرکېلي پراختیا او د ناروغیو د کنټرول په پار هڅې پیل شوي دي

۱چنگاښ ۱۴۰۰
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دسبو« ترکاریو» د پراختیا په پار یې له کروندګرو سره له نږدې عملي او نظري هر اړخیزې لارښوونې، او د کښت مناسبې لارې چارې ورښودل پیل کړي دي.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د پراختیا او د ناروغیو د کنټرول په پار یې د مرکز ترینکوټ په سرچخلي سیمه کې د سبو له کروندو څخه له نږدې لیدنه وکړه او تر څنګ یې کروندګرو ته د کرنیز تناوب، کتاري کرنې، د ناروغیو او افتونو د له منځه وړلو میخانیکي لارو چارو، ترکیبي درملو جوړول، حاصلاتو راټولول او نورو اړوند برخو کې عملي او نظري لارښوونې ورکړل شوې.
دغه راز په ورته وخت کې د یادو سیمو کروندګرو د کرنې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم څخه د خوښۍ په ښودلو سره وویل، چې د نباتي ناروغیو او افاتونو د لا ښه کنټرول په موخه ورته د ولایت په کچه د نباتي ناروغیو د تشخیص لابراتور جوړ او اړین پرګرامونه په لاره واچوي تر څو د حاصلاتو کچه لوړه او ناروغۍ یې پروخت مدیریت کړو.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS