د بڼوالۍ نوې لارې چارې؛ ننګرهار کې د نرسریو له لارې د نیالګیو روزنه

mail-admin
Sat, Jun 12 2021 3:07 PM
د بڼوالۍ نوې لارې چارې؛ ننګرهار کې د نرسریو له لارې د نیالګیو روزنه

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې پروت یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې د غوره اقلیمي شرایطو په درلودلو سره یې کرنیز تولیدات د سمیې په کچه بې ساری او د هېواد له پراخو تولیدونونکو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. هر کال له یاد ولایت څخه بېلابېلې مېوې، کرنیز پیداوار او نور ګڼ محصولات په بېلابېلو وختونو او فصلونو کې راټولېږي.
د ننګرهار اقلیمي شرایط د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره برابر او مساعد دي، چې په کورني او سیمه ییزو بازارونو کې ورته ډېره تقاضا یا اړتیاوې شتون لري په ځانګړې ډول د سټروسو د پالنې، روزنې او تولید لپاره، چې هر کال ترې په زرګونه مټریک ټنه مالټې، لیمو، نارنج او نور حاصلات تولیدېږي، چې د کرنې په سکټور کې په ځانګړې ډول د بڼوالي په برخه کې توانیدلې، چې د افغان کروندګر او بڼوالانو لپاره د پام وړ پایلې ولري، او ګڼ کروندګر او بڼوال دې برخې ته لېوال شي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې « SNaPP2» په همکارۍ او هلوځلو سره په ننګرهار ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼې برنامې او پرګرامونه پلي کړي دي، چې له هغې ډلې یې د سټروسو نیالګیو د تولید او روزنې په پار شنې خونې دي، چې د خورا ښې پایلې له امله د کروندګرو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې « SNaPP2»  سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا مهال یاده پروژه په څلورو برخو؛ «اوبولګولو، کرنیز ترویج، د مېوه لرونکو ونو د قوریو جوړل او مالدارۍ»  په برخو کې خپلې چارې پرمخ وړي، چې له دې لارې یې په یو جریبه ځمکه کې دوې نرسرۍ یا شنې خونې، چې د زرګونو نیالګیو د تولید ظرفیت لري هم جوړې کړي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې « SNaPP2»  سیمه ییز سرپرست مسوول محمد حنیف امیرزی وایي، چې له تېرو څو کالونو راهیسې د عصري نرسریو په برخه کې کار کوي، چې په پایله کې یې د ننګرهار ولایت په کچه دوه لویې د نیالګیو روزنې او تولید یو جریبه عصري نرسرۍ جوړې کړي دي، چې هره یوه یې د خورا عصري وسایلو په درلودلو سره تر ۶۰ زره په شاوخوا کې نیالګي تر روزنې لاندې نیولي دي، چې موخه یې د مثمرو او اصلاح شویو بڼونو جوړول دي.
د ښاغلي امیزي په خبره د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو کې نورې ۳۱ ساده نرسرۍ هم جوړې شوي دي، چې په جوړېدو سره یې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده، چې له دې لارې په کم وخت کې تصدیق شوي او له ناروغیو او افاتو څخه پاک نیالګي کروندګرو ته په ځانګړي ونډې سره تولیدېږي او تر څنګ یې کروندګرو ته هر اړخیزې روزنې هم ورکول کېږي، چې د پخوا په پرتله د کروندګرو او د کرنې متخصیصینو تر منځ شته واټن راکم شوی دی.
راض محمد د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یادې نرسرۍ برخوال او کارکوونکی دی، هغه د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې له کارونو خوښ دی، چې په عصري توګه یې داسې نرسري ورته جوړه کړې ده، چې په زرګونه نیالګي پکې تر روزنې لاندې دي.
نوموړوی وایي، چې پخوا یې هم په یاده برخه کې کار کوه چې ګټه وټه یې خورا کمه او له ستونزو سره مخ وه خو اوس د جوړې شوي نرسرۍ له لارې په کمه ځمکه ورته داسې نرسري جوړه شوې ده، چې له ناروغیو او افاتو څخه پاک نیالګي پکې روزل کېږي.
 هغه وایي، چې تر دې مهاله یې له نرسري څخه ګڼو خلکو لیدنه کړي او په اړونده برخه کې یې نورو بڼوالو او کروندګرو ته لازمې مشورې هم ورکړي دي.
د یادې نرسرۍ کارکوونکي له کرنې وزارت څخه غواړي، چې ورته نرسریو ته دې لا پراختیا وکړي، تر څو په سیمه کې د تصدیقي نیالیګو اړتیاوې راکمې، بڼوالۍ پراخه او له دې لارې د مېوو تولیدات زیات کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه SNaPP2 چې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» له لارې تمویلېږي، د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ کروندګرو ته په بېلابېلو برخو لکه د کانالونو، نرسریو، مالدرانو ته د مالدراۍ او بې کارو مېرمنو ته د کورنیو باغچو جوړولو په برخه کې کار کوي تر څو په دې ولایت کې، د سبو او مېوو تولیدات زیات، د کورنیو باغچو ودې او پراختیا ته زمینه برابره او د کروندګرو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS