تېرکال د خټکیو حاصلات ۷۹۳ زره او ۴۹۶ ټنه وه
۳۰ غویی ۱۴۰۰
د هېواد د خټکیو له کروندو څخه تېرکال ۷۹۳ زره او ۴۹۶ مټریک ټنه خټکي راټول شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي، چې تېرکال په ۵۸ زره او ۹۴۲ هکټاره ځمکه خټکي کرل شوې وه.
د خټکیو ډېری کروندې، د فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنگان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، هرات، فراه، بادغیس، ننگرهار او نیمروز په ولایتونو کې شتون درلود.
خټکی د اوړي له مهمو مېوو څخه دی، چې ډېر روغتیايي ګټې لري.
