د شاتو مچیو نړیواله ورځ؛ د شاتو له ټمبګو دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات راټول شوې

mail-admin
Thu, May 20 2021 12:44 PM
د شاتو مچیو نړیواله ورځ؛ د شاتو له ټمبګو دوه زره او ۵۰۰ ټنه شات راټول شوې

۳۰ غویی ۱۴۰۰
د ملګرو ملتونو عمومي ټولنه، د شاتو مچیو د اهمیت په برخه کې د عامه پوهاوي، د شاتو مچیور روزنې ملاتړ او د خوړو تامین او د کرنې د تلپاتې پراختیا په برخه کې د شاتو مچیو اغېرې په پار، د غویي ۳۰ مه د شاتو مچیو نړیواله ورځ نومولی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د شاتو د تولید کچه لوړه شوې ده او دتېر لمریز کال په ترڅ کې د هېواد په مرکز او لایتونو کې دوه زره او ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د هغه په خبره، پکتیا د ۸۹۹ ټنه شاتو په تولید سره د نومړل په سر کې او ورپسې ننګرهار د ۵۰۰ ټنو او خوست د ۴۱۶ ټنو په تولید سره په هېواد کې د شاتو تر ټولو مهم تولیدوونکي دي.
دغه راز هرات، لغمان، بدخشان، کندز او بامیان هم د شاتو د تولید په برخه کې د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.
د کرنې وزارت ویاند وویل، چې دمګړۍ په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې شپږ زره او ۷۵۷ فارمونه شتون لري، چې ډېری یې د بادغیس، هرات، بدخشان، پکتیا، کندز، دایکندي، بامیان، لوګر، سرپل، فراه، میدان وردګ، کاپیسا، تخار، بغلان او خوست ولایتونو کې دي.
ښاغلی رستمي وویل، چې بادغیس د ۷۲۲ فارمونو، هرات د ۵۹۳، پکتیا د ۵۵۰ او بدخشان د شاتو مچیو د ۵۲۶ فارمونو په درلودو سره د شاتو مچیو روزنې د فارمونو په برخه کې د جدول په سر کې دي.
د شاتو مچیو روزنه د یو ښه عاید لرونکي دندې په توګه د پراختیا په حال کې ده، چې محصولات یې ښه کورني او بهرني بازار لري.
په کورنیو بازارونو کې د شاتو نوعیت ته په کتو یوکیلو خالص شات له ۵۰۰ تر دوه زره افغانیو خرڅېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۳۹۸یم کال د شاتو د تولید کچه دوه زره او ۱۰۰ ټنه وه، چې دا شمېره په ۱۳۹۹یم کال کې ۳۹۰ ټنه زیاتوالی لري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS