پکتيا کې پر ۱۵۰ اړمنو کورنيو د مېږو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
Tue, Apr 27 2021 4:31 PM
پکتيا کې پر ۱۵۰ اړمنو کورنيو د مېږو د وېش لړۍ پیل شو

۷ غویی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړيکو دفتر د ټولنيزې پراختيا او پايښت لرونکي معشيت پروګرام په همکارۍ ددې ولايت مرکز ګرديز، سيدکرم، وزې ځدراڼ او ګرده څيړۍ ولسواليو پر ۱۵۰ بې وزلو کورنيو د مېږو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محمد دين مومند وایي، چې د مېږو له وېش څخه يې موخه د هغو بې وزله کورنيو اقتصادي پیاوړتیا ده، چې سرپرستي يې د ښځو په غاړه ده.
مومند همداراز وویل، چې د مالدارۍ پراختيا، د کورنيو محصولاتو د کچې لوړوالی، په مالدارۍ کې د خلکو سالمه بوختیا او په ټوله کې د مالدارانو د اقتصادي وضعيت ښه والی ددې پروژې نورې موخې دي.
په همدې حال کې د اړيکو دفتر ولايتي مسوول شريف الله احساس وويل، چې د يادې پروژې ټوليز لګښت ۲.۴ميليونه افغانۍ دی، چې ۵۷ د مرکز ګردیز، ۴۰ د سيدکرم، ۳۸ وزې ځدراڼ او ۱۵ د ګرده څيړۍ د لیرې پرتو سیمو اړمنې کورنۍ پکې شامل دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS