د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه

mail-admin
Tue, Mar 30 2021 4:14 PM
د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه

۱۰وری۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي کندهار ولايت ته د خپل سفر په دوام د سوداګرو مېرمنو او دکرنې او سوداګرۍ خونې له يوشمېر چارواکو سره ترليدنې او د ارغنداب د اوبو دمدريت د لويې پروژې تر پرانيستې وروسته د کندهار مرستيال والي آغالالی دستکيري، يوشمېر سيمه ييزو چارواکو او پانګوالو په شتون کې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۴میلیونو افغانیو په لګښت چې ۴۰سلنه یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي د ممیزو د پروسس فابریکه د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل.
د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانيست غونډه کې،  دکرنې وزير وويل، چې دا پروژه د کرنې وزارت په ځانګړې ونډې سره جوړه شوې ده، چې په يو ساعت کې د يو ټن مميزو د پروسس وړتيا لري.
انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې ددې فابريکې د جوړولو موخه بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي. ښاغلی احدي وويل، چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی او ددې ولايت د انګورو محصولاتو خوندي کولو او د انګورو بڼوالو د عوايدو زياتولو او معياري مميزو د توليد په پار  تېر کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولايت کې څه باندې ۹۰۰معياري مميزخونې جوړ شوي دي او په راتلونکي کال کې به نور مميزخونې هم جوړ شي.
دغه راز په دې پرانيست غونډه کې د کندهار مرستيال والي
اغا لالی دستګیري وويل،  چې ددغو فابریکو جوړېدل کولای شي، چې هېواود په پښو ودروي.
کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی، چې دکال زرګونه ټنه انګور توليدوي، او دکرنې وزارت له خوا ددې ولايت د انګورو خونديکولو او معياري مميزو توليد په پار يوازې تېر کال په دې ولايت کې ۹۱۱معياري مميزخونې جوړ شوي دي، چې د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانيستې سره به مميز په معياري ډول پروسس او کورنيو او بهرنيو هېوادونو ته به صادرشي، چې د بڼوالو د اقصادي ودې ترڅنګ به د ملي اقتصاد د ودې لامل هم شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS