لوګر کې د مڼو او شفتالو متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Mar 27 2021 9:01 AM
لوګر کې د مڼو او شفتالو متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۷ وری ۱۴۰۰
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او درېوو ولسوالیو کې د مڼو او شفتالو د ۴۲ جریبه متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي  وايي، چې یاد۴۲ جریبه بڼونه د لوګر ولایت مرکز پل علم او ددې ولایت په محمدآغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې جوړېږي.
د چارواکو په خبره د یو جریب متراکم بڼ د جوړولو لپاره هر بزګر ته ۶۳۰ نیالګي او کیمیاوي سره ورکړل شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د یادو بڼونو پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم ووېشل شي.
د مڼو متراکمو بڼونو څخه موخه له کمې ځمکې لوړ او باکیفیته حاصل اخیستل دي. متراکم بڼونه د نوې ټکنالوژۍ یو ډول دی، چې د نورو عادي بڼونو په پرتله يې د تولید کچه څو برابره زیاته ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS