بادغيس کې د بزګر مېله او نوی کال ونمانځل شوه

mail-admin
Tue, Mar 23 2021 10:13 AM
بادغيس کې د بزګر مېله او نوی کال ونمانځل شوه

۲ وری۱۴۰۰
بادغيس کې د بزګر ورځ "دسولې ونه، د هېواد ابادۍ او پاکوالی" تر عنوان لاندې د نيالګيو اېښودو د مېلې په لاره اچولو او مخکښو بزګرانو ته د ډاليو په ورکولو سره ونمانځل شوه.
د بادغيس ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بزګرانو د زحمتونو د قدردانی په پار، د بادغيس والي حسام‌الدین شمس، په پارلمان کې د بادغيس د خلکو استازی ضیاءالدین اکازی، د ولايتي شورا رييس عبدالعزیز بیک او د ولايتي شورا غړي، د ملي اردو د لېوا قوماندان، دملي امنيت رييس،د امنیت آمر، د ملکي ادارو  رییسان، د مدني ټولنو فعالان او ډېر شمېر بزګران، بڼوال و مالدارانو په شتون کې دبزګر ورځ ونمانځل.
په دې غونډه کې لومړی د بادغيس والي حسام‌الدین شمس د بزګر ورځې او ۱۴۰۰ کال مبارکي وويل او د سياسي وضعيت او بنسټيزو پروژو په هکله خبرې وکړې.
ورپسې ويناوال د نوروز جشن، د بزګر ورځې او د بزګرانو د زيارونو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر عبدالعليم ساجد له خوا د بزګر ملي ورځې په مناسبت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي پيغام ولوستل شوه.
په پای کې د بادغيس ولايت د مقام له خوا ۱۰ مخکښ بزکران تشويق شول او وروسته له نندارتون څخه ليدنه پيل شوه.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS