شنې خونې د بادغیسي بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

mail-admin
Sun, Mar 14 2021 2:44 PM
شنې خونې د بادغیسي بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

۲۴ کب ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د بادغیس د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو د زیاتوالي او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار بادغیس کې ۵۰۸ شنې خونې جوړ شوي دي.
د بادغیس ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د موسمي تولیداتو له پلوه د ځان بسیاینې په پار د یاد ولایت د مرکز او اړوندو ولسوالیو په څه باندې ۱۳ هکتاره ځمکه، کې ۵۰۸ شنې خونې جوړ شوي دي. د دوی په ټکو د یادو شنوخونو له ډلې ۲۷ یې د خصوصي سکتور له لارې، ۱۲ یې دولتي او پاتې ۴۶۹ بابه نورې یې د بېلابېلو پروژو له لارې جوړ شوي دي.
یادې شنې خونې شاوخوا د ۵۷۰ مټریک ټنو کرنیزو محصولاتو د تولید وړتیا لري.
دغه راز د راون کال په ترڅ کې د یادو شنو خونو له ډلې ۲۶ یې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD»   او ۱۰ نور یې د« World Visio» نړیوال دفتر له خوا نوي جوړ شوي دي.
په یادو شنو خونوکې  بېلا بېل سابه او ترکاري لکه بادرنګ، رومي بنجان او ګڼ نور حاصلات او ترڅنګ یې الوویرا کرل کېږي او د کال په ټولو موسمونو کې ترې حاصل تر لاسه کېږي، چې  د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS