دکرنې وزير په انقرې کې د افغانستان سفارت په مېلمستيا کې ګډون وکړ

content_admin
Thu, Mar 11 2021 1:16 PM
دکرنې وزير په انقرې کې د افغانستان سفارت په مېلمستيا کې ګډون وکړ

۲۱ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي له خپل مل پلاوي سره، په هغه مېلمستيا کې، چې په انقرې کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سفارت له خوا،  ترتيب شوې وه، ګډون وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير، امیرمحمد رامین د کرنې وزير سره په ناسته کې د سفارت دبرنامو، لاسته راوړنو او پلانونو په هکله مالومات وړاندې کړل او په دې وروستيو کې د افغانستان او ترکيې تر منځ د کرنيزو همکاريو دهوکړه ليک لاسليک کېدل د همکاريو د پراختيا په پار يو نيک ګام وباله او ترکيې ته د افغانستان د کرنې وزير سفر او وروستيو فعاليتونو څخه مننه وکړه.
په دې مېلمستيا کې د ترکيې په پرلمان کې د انتاليا د خلکو استازی او د ترکيې-افغانستان د دوستۍ ډلې مشر ښاغلی ابراهيم آيدن او د قیصري د خلکو استازی ښاغلی اسماعيل ايمره په ګډون د ترکيې جمهوري دولت يوشمېر سياسي شخصيتونو هم ګډون درلود.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS