خوست کې د لندرو د آبریزې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
Wed, Feb 24 2021 1:24 PM
خوست کې د لندرو د آبریزې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۵ کب ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د علیشېرو ولسوالۍ د لندرو د آبریزې د پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان، د خوست د کرنې رییس انجنیر حفیظ الله شانوري او ددې ولایت یوشمېر نور سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
په غونډه کې د خوست مرستیال والي، عبدالواحد پټان ددې ولایت د کرنې ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د اوبو مهارول د دوی لومړتوب دی، او د خوست ولایت مقام به په راتلونکې کې هڅه کوي، چې د اوبو د مهار په موخه نورې پراختیایي پروژې منظورې کړي.
په همدې حال کې د خوست د کرنې رییس انجنیر حفیظ الله شانوري وویل یاد پروژه، چې د خوست ولایت د علیشېرو په ولسوالۍ کې پلي شوې ده ۱۰۸ هکټاره سیمه تر پوښښ لاندې راوستي دي او یوزر او ۲۰۰ کورنۍ په نېغه ترې ګټه پورته کوي.
د خوست دکرنې رییس وویل، چې په دې پروژه کې په ټولیزه توګه پنځه زره او ۵۰۶ ترینچونه کېندل شوي او ۷۵ چک ډمونه جوړې شوي دي، همداراز د شپږ زره لیټره په وړتیا سره د اوبو زېرمه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي، چې د اوبو سیسټم کې یې د پنځه زره او ۳۱۲ مترو په اږدوالی پایپ او ۲۹ نلکې لګېدلي دي، ۴۲ دانې ۴۰۰ واټه لمریزې تختې، چې تر ۱۳۰ متره لوړوالي او ۶۲۰ متره افقي سطحه کې د دوه انچه اوبو د پورته کولو وړتیا لري هم ددې پروژې اړونده کړنې دي.
د حفیظ الله شانوري په ټکو ددې پروژې په سیمه کې زرګونه نیالګي چې په کې د چهارمغزو، بادامو، زردالو، انارو، املوکو، لاچي او د زیتونو نیالګي شامل دي هم اېښودل شوي دي. او ترڅنګ یې د یادې پروژې په سیمه کې د زیرې، رشقې، اتریفلکس او د شاخلو د کرکېلي په پار سلګونه کیلو ګرامه تخمونه هم برابرې شوي دي.
دغه راز د آبریزې په سیمه کې د مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو د تولید په پار د مېوه لرونکو او بې مېوې ۳۰۰ کیلو ګرامه تخمونه چمتو شو دي، د نیالګیو د خړوبولو په پار د اوبو زېرمه په پاخه اواساسي ډول رغول شوي، په نیم جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو قریه جوړه شوې ده، چې هرکال به ترې د اړتیا وړ نیالګي سیمې ته ولېږل شي، د آبریزې د اړوندو کلیو په کچه د ځنګلولۍ ټولنه جوړول او د لومړنیو صحي مرستو کېټ برابرول او د طبیعي سرچینو د ټولنۍ غړو او له آبریزې څخه برخمنو کسانو ته روزنه ورکول هغه چارې دي، چې ددې پروژې په ترڅ کې تر سره شوي دي.
باید وویل شي، چې ددې پروژې ټولیز لګښت ۸۲ زره او ۶۸۰ امریکايي ډالره ده، چې په پلي کېدو سره یې درې زره او ۷۰۰ کاري ورځې هم ایجادې شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS