هلمند کې د مرخېړیو کرکېله ښه پایله ورکړې

mail-admin
Tue, Feb 16 2021 3:25 PM
هلمند کې د مرخېړیو کرکېله ښه پایله ورکړې

۲۸ سلواغه ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې په توافقي ډول مرخېړي کرل شوې وه، چې پایله یې ډېر ښه او مثبته ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، د مرخېړیو  ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو کرکیله ترویج کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
د ښاغلي الکو په خبره په همدې موه ددې ولایت ۴۰ بې وزله مېرمنو ته په کور د ننه د مرخېړیو د کرکېلي زمینه برابره شوې ده، چې اوس یې مرخېړې په حاصل راغلي دي او حاصل یې د هلمند ولایت بازار ته د پلور په پار وړاندې شوي دي.
زلمی الکو وایي، چې د ملګرو ملتونو دخوړو نړیوالې ادارې  په مالي او د بشري قواوو پراختیایي ادارې په تخنیکي همکاریو د هلمند ۴۰ کونډو، بې سرپرسته او بې وزله مېرمنو ته په خپلو کورنیو کې د مرخېړیو د روزنې په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده. یادو مېرمنو ته د مرخېړیو د کرکېلي او تولید ۱۵ اړین توکي او د مرخېړیو د تولید او ټولولو په برخه کې اړینې روزنې ورکړل شوي دي، ترڅو له دې لارې مرخېړي تولید او خپلې ورځنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
له دغو مرستو برخمن شوې مېرمنې خوښ دي، چې په کور د ننه ورته دکار زمینه برابره شوې او له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې کروندګرو ته نوښتونه او نوي لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.
د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګر کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.
د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرخېړیو ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټې هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکيلې مخه ونیول شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دهلمند ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د مرخېړي د کرکېلي د ترویج په پار هڅې کوي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مرخېړیو د پالنې لسګونه مرکزونه جوړ شوي دي. ددغو مرکزونو د جوړلو موخه د مېرمنو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS