د زیتونوحاصلاتو زیاتوالي په پارهڅې؛ ننګرهار کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

content_admin
Sun, Jan 10 2021 3:21 PM
د زیتونوحاصلاتو زیاتوالي په پارهڅې؛ ننګرهار کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

۲۱مرغومې ۱۳۹۹
زیتون له ارزښتناکو ګیاوو څخه دي، چې د هېواد په ختېځو ولایتونو کې یې ونې شتون لري.
کابو پنځه لسیزه مخکې د زیتونو فابریکې په جوړېدوسره د زیتونو بڼونه هم جوړل شول. په ننګرهار کې د زیتونو د کرکېله سیمه څه باندې یو زر او ۷۲۰ هکټارو ته رسیږي، چې د ننګرهار په کانال کې شتون لري.
د چارواکو په خبره د ننګرهار کانال اړوند د څلورو فارمونو په یوزرو ۷۲۰ هکټاره ځمکه کې د زیتونو ونو دښاخبری چارې پیل شوي دي، چې تر یوې میاشتې به بشپړ شي. د چارواکو په خبره ددې ترڅنګ چې د زیتونو ونو ښاخ بري دیادو ونو د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي، د ښاخ بری په موخه یې سلګونه کاریګر ګمارل شوي دي، چې د غنمو په بدل کې د زیتونو ونو ښاخونه پرې کوي.
په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي د ننګرهار ترڅنګ کندهار هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د زیتونو حاصلات ښه شوي او د زیتونو کاروبار په غوړېدو ده.
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS