هلمند کې د خټکیو د ناروغیو او افتونو د وقایې کمپاین پیل شو

mail-admin
Sat, Jun 15 2019 3:10 PM

۲۵ غویی ۱۳۹۸

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د خټکیو د ناروغیو او افتونو د وقایې کمپاین په لاره اچول شوې ده.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دغه کمپاین د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر نورو ولسوالیو کې پلي کیږي. په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بزګرانو ته د خټکیو د ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزې لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل، چې ددې کمپاین په لړ کې دهلمند د کرنې ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بزګرانو ته د خټکیو د ناروغیو او افتونو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې په نظري اوعملي ډول ښودل کیږي. چې بیا وروسته دغه بزګران ددې کمپاین له لارې زده شوي لارې چارې په خپلو کروندو کې عملي کړي.
دهلمند دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS