میدان وردګو کې د مڼو د۷۱ صفر درجې سړوخونو چارې په بشپړېدو دي

mail-admin
Sat, Nov 28 2020 4:21 PM
۷۱ سردخانه‌ی سیب در میدان‌وردک در آستانه‌ی تکمیل شدن است

۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه ددې ولایت د مڼو دحاصلاتو ساتنې او د خوساکېدو د مخنیوي په پار د ولایت په کچه د مڼو ۷۱ صفر درجې سارک سړو خونو جوړول پیل کړی، چې دمګړۍ یې رغنیزې چارې څه باندې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، چې ددغو سړوخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸۴ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې دکرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
د ښاغلي تسل په خبره یادې پروژې د بڼوالو او بزګرانو دمحصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوې دي.
د میدان وردګو ولایت د رکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس ولیداحمد تسل دغه راز وویل، چې ددې ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په وړتیا او په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۵۰۰ مټریک ټنو په وړتیا دوه سړې خونې تر دې مخکې هم جوړ شوي دي، چې د بزګرانو د محصولاتو په خوندي کولو او اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS