پکتیکا کې له ۳۵۰ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
Thu, Nov 26 2020 1:50 PM
پکتیکا کې له ۳۵۰ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه


۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ORD» موسسې په مرسته ددې ولایت له ۳۵۰ مالدارانو سره، چې کوچیان هم په کې شامل دي د څارویو د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګونی او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګوني وویل،‎: «دولت ژمن دی څو د بې وزله او ناچاره ولسونو لاس نیوی وکړي او د ښه ژوند زمینه ورته برابره کړي.» مرستیال والي زیاته کړه، کوښښ کوي څو ټولو برخو کې د کوچیانو په ګډون خلکو ته د مالدارۍ برخه لا پیاوړي کړي، څو ولسونه پر ځان بسیا شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې د څارویو وېشل شوي خوراکي توکي ۱۴ ډوله ګټورو موادو څخه جوړ شوي، چې د څارویو د تقویې لپاره خورا ګټور خوراکي توکي دي.
یادو چارواکو دغه راز وویل، چې راتلونکې کې به ددې ولایت له یوزر او ۱۰۰ نورو مالدارو کورنیو سره به هم ورته مرستې ووشي.
ددغو مرستو موخه دمالدارو کورنیو او کوچيانو ملاتړ او دمالدارانو اقتصادي ودې ته زمينه برابرول دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS