د لغمان د کب روزنې پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
Sat, Nov 21 2020 9:55 AM
د لغمان د کب روزنې پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده توکي ووېشل شوې

۲۹ لړم ۱۳۹۹
په لغمان کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر  فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده توکي، چې په کې درې حلقې دکب نيونې جالونه، دوه پلاستکي تشتونه، دوه PH مترونه، دوه جورې موزې، دکب روزنې دوه جورې ځانګړې جامې، دکبانو دخوړو څلور لوښې، څلور ترماميترونه، دکبانو دلېږد پنځه ځانګړي بکسونه، څلور ابازکونه، څلور لمريزې تختې، ۲۰ کيلو ګلوکوز، پنځه کيلو ويټامين او ۱۴۰ کيلو دکبانو خواړه په کې شامل دي وېشلي دي.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې دغه مرستې د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې دکبانو له ۲۰ فارم لرونکو سره شوي دي. ښاغلی خوشحال وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولايت کې د کبانو نور فارمونه هم جوړ شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS