د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه لوګر کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه جوړوي

content_admin
Tue, Nov 17 2020 5:06 PM
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه لوګر کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه جوړوي

۲۷ لړم ۱۳۹۹
د کرنې وزارت دبڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژه، د لوګر په ولایت کې د پیازو د ۹۱ زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ کړي دي او ټاکل شوې، چې تر راتلونکو لسو ورځو بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددغو زېرمتونونو د جوړولو پروژه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له خوا په لاره اچول شوې ده.
د پیازو د غه زېرمتونونه د ۴۴میلیونه او ۸۰۲زره او ۷۵۸ افغانیو په لګښت د لوګر ولایت په مرکز او ددې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې جوړیږي. ددې لګښت ۸۰ سلنه د کرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکول کیږي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې ۱۲ مټریک ټنه وړتیا لري.
له دغو زېرمتونونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د لوګر بزګران کولای شي، چې دکال یوزر او ۹۲ مټریک ټنه پیاز زېرمه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې په ۱۳۹۸یم کال کې د لوګر دپیازو د کروندو کچه ۹۰۰ هکټاره وه او د تولید کچه یې ۱۸زره او ۹۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلې وه.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS