ممپلیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ قراردادونه لاسلیک شول

content_admin
Mon, Nov 16 2020 11:22 AM
ممپلیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ قراردادونه لاسلیک شول

۲۶ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2»  په همکارۍ د ممپلیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د پېر-پلور قراردادونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د ۱۵۰ بزګرانو د ممپلیو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د ممپلیو تولیدوونکو او د پروسس کوونکو ترمنځ لاسلیک شوي دي. د دې قراردادونو ټولیز ارزښت درې ملییونه او ۲۰۰زره افغانۍ ده.
مارکېټ سره د بزګرانو نښلول، د ممپلیو لوړ تولید، په لرو پرتو سیمو کې د بزګرانو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وړو پورونو برابرول، د وړتیا لوړنې په پار عملي روزنیزې برنامې په لاره اچول، د شونتیا په صورت کې بزګرانو ته نوي ټکنالوژۍ ورپېژندل او د بزګرانو د محصولاتو لپاره مارکېټ پیدا کول، د دې قراردادونو موخې ګڼل کیږي.
د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ پروسس‌کوونکی به د بزګرانو محصولات په لوړه بیه پېري، د ترانسپورت آسانتیاوې ورته برابروی، اصلاح شوی تخمونه به چمتو کوي، د وړتیالوړونې په پار بزګرانو ته عملي او نظري روزنیزې برنامې په لاره اچوي او د امکان په صورت کې به بزګرانو ته پورونه هم ورکوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS