د کرنې وزارت سرپرست د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا سره د مخه ښې کتنه وکړه

mail-admin
Wed, Oct 28 2020 5:51 PM
د کرنې وزارت سرپرست د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا سره د مخه ښې کتنه وکړه


۷ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا سره په انلاين بڼه خبرې وکړې. دغه انلاين لیدنه د مخه ښې لېدنې په توګه، په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجې سوزوکا د کار د پای ته رسېدو په موخه تنظیم شوې وه.
په دې انلاين لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان د کرنې په برخه کې د جاپان تر مالي ملاتړ لاندې پر کرنیزو پروژو خبرې وکړې.
د مخه ښې په دې انلاين لیدنه کې د کرنې وزارت سرپرست ډاکټر انوارالحق احدي، په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا د خدمتونو او د هېواد د کرنې سکټور په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو مننه وکړه.‎
ښاغلی احدي د تتسو ناکامورا د کړنو په هکله خبرې وکړې او وويل، چې هغه اوس په افغانستان کې په يو اتل بدل شوی دی او افغانان هلې ځلې کوي، کوم کارونه چې هغه کول هغو کارونو ته ادامه ورکړي.
دغه راز د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا د مخه ښې په دې انلاين کتنه کې وويل، چې د نوي سفير تر پېژندنې وروسته  هم جاپان له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS