هرات کې د زعفرانو د لومړني انسټیټوټ رغنیزې چارې د روان کال تر پایه بشپړیږي

content_admin
Sun, Oct 25 2020 3:29 PM
هرات کې د زعفرانو د لومړني انسټیټوټ رغنیزې چارې د روان کال تر پایه بشپړیږي

۴ لړم ۱۳۹۹
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هرات د زعفرانو انسټیټوټ رغنیزې چارې روانې دي او د روان کال تر پایه به یې رغنیزې چارې بشپړ شي.
د هرات ولایت د زعفرانو انسټیټوټ رغنیزې چارې، د ۱۳۹۷یم کال د مرغومې په ۲۶ مه پیل شوې وه، چې درې پوړیزه دوه ودانۍ په کې شامل دي. د دې انسټیټوټ په بشپړېدو سره د هرات زعفران کارانو لپاره د معیاري روزنې زمینه برابریږي.
یاد انسټیټوټ د ۵۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د پراختیا یي بودیجې له لارې جوړیږي.
ټاکل شوې، چې ددې انسټیټوټ په فعالیت سره، په هرات او د هېواد په نوروسیمو کې د زعفرانو کرکېلي په موخه لا ډېرې وړتیاوې رامنځته شي.
هرات په افغانستان کې د ښه کیفیت لرونکي زعفرانو د تولید په برخه کې مخکښ ولایت دی، چې تېر کال ددې ولایت د زعفرانو د حاصلاتو کچه ۱۸ مټریک ټنو ته رسېدلې وه.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS