میدان‌وردګ کې کروندګرو مېرمنو لپاره ۱۱۰ کورني باغچې جوړیږي

mail-admin
Mon, Oct 19 2020 10:52 AM
به زنان زراعت‌پیشه‌ی میدان‌وردک ۱۱۰ باغچه خانه‌گی ساخته می‌شود


۲۸ تله ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی د نارینه وو بزګرانو ترڅنګ ښځینه وو بزګرانو ته هم ډېره پالرنه کوي د دوی په خبره یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې د ښځینه وو بزګرانو عواید ډېر او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره کړي.
د  میدان‌وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې بېوزله مېرمنو لپاره د کورنیو باغچو د جوړولو په لړ کې داځل د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ د مرکز میدان او بهسود ولسوالۍ په ۱۱۰ بېوزله کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو د جوړولو اړین توکي وېشلي دي.
د میدان‌وردګو ولایت د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د دغو کورنیو باغچو د جوړولو په پار پر دغو مېرمنو پر هر یوه یې د کورنیو باغچو د جوړولو د اړینو توکو ترڅنګ په کورنیو باغچو کې د کرکېلي په پار د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل شوي دي.
د دغو توکو د وېشلو ترڅنک برخمن شوي مېرمنې په کورنیو باغچوکې د سبو تولید، حفظ الصحې او په کورنیو باغچو کې د محصولاتو د راټولولو او پروسس په برخه کې روزل شوي هم دي.
د میدان‌وردګو ولایت د کرنې ریاست د چارواکو وایي، چې کورني باغچې د کورنیو په اقتصادي وده او پرمختګ کې رغنده رول لري، چې ورسره به د دغو کورنیو د خوړو د خوندیتوب ترڅنګ اقتصادي حالت هم ښه شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS